د شمال ټلوالۍ د مقاومت په اړه د ګلبدين حکمتيار څرګندونو ته د جمعيت ګوند غبرګون 

روهي (دوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن ورځ کابل کې د سلواغې شپږوېشتمې يا له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ورځې په تلين غوڼدې د حکومت تر څنګ د پخوانۍ شمال ټلوالې له خوا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر نوم جګړې هم نيوکې کړې. 

د حکمتيار يادو څرګندونو ته د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت ګوند غبرګون ښوودلی او د حکمتيار څرګندونې يې رد کړي دي. د جمعيت په خبرپاڼې کې ويل شوي دي. "په حقیقت کې ، دا جهادي مشر ښه پوهیږي چې د اسلامي دولت، ملي مقاومت د دې خاورې د مبارزو په تاریخ کې یو له خپلواکو حرکتونو څخه دی او که چېرې اسلامي دولت په هغه وخت کې د بهرنیو مداخلو او حکمونو اطاعت کړی وای، هېڅ ډله به د نړیوالو ترهګرو او د هغوی د داخلي متحدینو په شمول، د اسلامي دولت پر وړاندې د راپورته کېدو او درېدلو ځواک نه درلود."

دغه اعلاميه کې وړاندې زياته شوې، "په داسې یو حالت کې چې ځینو خلکو له نړیوالو ترهګرو سره بیعت کړی ؤ او د دوی تر سیوري لاندې یې ژوند کوو، د هېواد یو شمېر اصلي بچیان د افغانستان د اسلامي دولت په چوکاټ کې پرته له بهرني ملاتړ څخه، د خپلواکۍ او آزادۍ په روحیه او کلک باور، د تروریزم پر وړاندې مقاومت وکړ، او دغه نسبي فضا چې نن ورځ شتون لري د مقاومت د دورې د قربانیانو پایله ده."

ګلبدين حکمتيار تېره ورځ ويلي وو، چې ځيني جګړه غوښتني او ملت دښمنه د بهرنيو په لارښوونه اوس هم د دويم مقاومت خبرې کوي.  خو دوی بايد دا هېر نه کړي چې لومړی مقاومت يې په منډه تر کولابه ورسېد.