مريم نواز: شرم پر عمران خان او د هغې پر حکومت 

روهي (نۍ/۲۵ د سلواغې)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور او د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مريم نواز يو ځل بيا د پاکستان پر اوسني حکومت او ځانګړي ډول لومړي وزير عمران خان سختې نيوکې کړې دي. 

مريم نواز ويلي دي چې د عمران خان کړې ژمنې يوه هم پلې نه شوه؛ هغې د لس مېلېونه کارموندنې او پنځه مېلېونه کورونو د جوړولو ويلي وو؛ عمران خان ته شرم په کار دی په داسې حکومت. 

نوموړې د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې د پاکستان خلک د پخواني لومړي وزير نواز شريف ارمان کوي او عمران خان په هېواد کې د اقتصادي بحران سبب ګرځېدلی دی. 

مريم نواز ويلي چې هر کله د پاکستان خلک د بد اقتصادي وضعيت په اړه شکايت کوي، نو د عمران خان حلار ورته دا ده چې، لګښتونه مه کوئ او پيسې سمپا کړئ. 

واک ته د عمران خان په رسېدو د پاکستان مخکښ سياسي ګوندونه په اپوزېسيون کې سره راټول شوي دي او د اوسني حکومت پر وړاندې يې توند مخالف سياسي دريخ نېولی دی.