هېواد کې د کرونا وبا ۲۸ تازه پېښې ثبت شوې دي

روهي (جمعه/۲۳ د سلواغې)، عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۴۷۳ تنو ته ورسېد. 

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳ تنه مړه شوي او ۱۱۱ تنه ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۴۲۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۳۹۰ تنو ته ورسېد. 

روغتیایي چارواکې وایي، کرونا ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.