د مالوماتو د خوندي ساتنې په پار واټس اپ (WhatsApp) څلور نوې ځانګړنې رامنځ ته کړي 

روهي (څلورنۍ/۲۲ د سلواغې)، د پيغامونو د لېږد واټس اپ اپلېکېشن د مالوماتو د خوندي ساتنې په پار څلور نوې ځانګړنې رامنځ ته کړي دي چې په فعالېدو به يې ستاسې مالومات خوندي وي. 

۱- Two-step verification: د دغه ځانګړنې په فعالولو سره د واټس آپ کارن کولی شي چې خپل اکونټ ته  PIN کوډ ورکړي او خپل مالومات او پيغامونه خوندي وساتي. دغه برخه کې د بيا لاس ته روړانې يا recovery لپاره برېښناليک نښلول کيږي چې د پېن کوډ د  هېرېدو په صورت کې بېرته هغه سمولی او نوی کولی شئ. 

۲- You can control who adds you to groups: دويمه ځانګړنه دا ده چې تاسې به دا مشخص کړي چې څوګ تاسې د واټس آپ په ګروپونو کې زياتولی شي. د دغه ځانګړنې په پلي کېدو سره به تاسې وټاکئ چې کوم کسان؛ چې تاسې سره يې شمېرې ثبت وي، هر کس او که کوم ځانګړي کسان تاسې ګروپونو کې اډ کړي. 

۳- Reporting spam: که له نه ثبت شوې شمېرو تاسې ته په پرله پسې ډول پيغامونه ورسيږي او تاسې پر شکمن ياست نو کولی شئ، هغه پيغامونه د واټس آپ ادارې ته راپور کړئ. 

۴- Your profile: تاسې اوس کولی شئ چې د پل واټس آپ د پروفايل د انځور، کله ان لاين وی او نورو مالوماتو د لېدولو لپاره محدويتونه ولګوئ. هر څوګ دې دا مالومات کتلی شي، تاسې سره ثبت شمېرې او که ځانګړي کسان.