شهید محصل

خبریال له شهیدانو ډک ټولګي ته دننه شو تنکي تنکي ځوانان په وینو لت پت ها خوا دې خوا پراته ؤ د خبریال رنګ تک زېړ شو ددې پیښې زور یې په زړه کې نه ؤ دې خلکو چغې او فریادونه تر غوږ کېدل بېرته خواشينی روان شو چې تر پښو لاندې یې یو کتابچه ولېدله ورو یې راپورته کړه کتابچه په وینو سره وه ځان سره یې واخیستله ورو روان شو . . .

سترګې یې له اوښکو ډکې وې آه یې وباسه او له ځان سره یې وویل
_ آه نوووو، دا ګل ګل ځوانان او پیغلې چې شهیدان شول څومره هیلې او ارمانونه یې نیمګړي پاتې شول، اوووف

شیبه چُپ ؤ کتابچې ته یې وکتل خلاصه یې کړه داسې ښکارېدله چې دې ورځني یادښتونو کتابچه ده څو پاڼې په وینو رنګ وې او توري پکې نه ښکارېدل څو پاڼې یې واړولې یو پاڼه کې لیکلي ؤ:

_ وروسته د پلار له مرګ مې ډېر یواځې شوی وم، ځمکې ځای نه راکولو کور خوند نه راکولو د مور مخ کې مې ځان خپه نشو نیولی له خواریو او زیارونو وروسته په کانکور کې بریالی شوم، تازه تازه مې لومړی سمسټر پیل کړی د پوهنتون ماحول مې پام ډیر غلط کړی غمونه مې څه نا څه کم شوي نوي ملګري مې پیدا کړل.!!

د خبریال سترګې له اوښکو ډکې شوې او پاڼه یې واړوله لیکنې تازه ښکاریدې او آخري لیکنې وې لیکلي ؤ:

نن مې له وختونو وروسته دې مور په سترګو کې خوښي ولیدله ډیر خوشحاله یم، مور مې ویل 

_زویه په ځان پام کوه، حالات ډېر خراب دي وایي غله زیات شوي که زما منې موبایل هم نور ځان سره مه وړه بې له تا زه نور څوک لرم خدای مکړه که په تا څه وشي؟

مور مې هم ریښتیا وایي ځان ساتل پکار دي وخت خراب دی او زه باید ځان وساتم ځکه مور مې بې له ما هیڅوک نلري پلار جان ته خو دې الله جنتونه نصیب کړي نور مې مور زما مسولیت ده، زه به خواري وکم درس به ووایم ترڅو مې مور آرامه اوسي، ډیرررره خوشحاله اوسي زه به دې هېواد ته دومره خدمت وکړم چې بیا څوک ونه وایي چې "کابل امن نه دی"

خبریال کتابچه بنده کړه سترګې یې له اوښکو ډکې وې او په ژړغوني غږ یې وویل "کابل امن نه دی"
پای