د تکړه او ځوان ليکوال عزيز احمد فضلي "ځيرک اقتصاد پوه بريالى مدير" سياسي اثر په 202 مخونو او اته فصلونو کې په رنګه پښتۍ او ښه کیفیت، د نوي فکر خپرندویه ټولنې لخوا د 1000 ټوکه په شمېر چاپ شو، دا اثر سياسى دى نو ځکه پرې سريزې نه دي ليکل شوې خو له چاپ وړاندې د پکتيا والي محمد حليم فدايي، د کوچيانو رييس استاد حبيب الرحمن، پکتیا پوهنتون رييس پوهندوي سيدولي جلالزي، د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس انور فاروقي او د پارلماني چارو وزیر ګل بادشاه مجیدي کتلئ او له نظر تير کړئ.
ددې کتاب د بحث موضوعات د ولسمشر تېر پنځه کلن ماموريت، کورنى او بهرنی سیاست, امنیتي او اقتصادي وضعیت، د فساد په وړاندې مبارزه، د اسیا په څلور لارې د افغانستان بدلولو لپاره سترې پروژې، ځوانه اداره، الکترونيکي حکومتولي، ټاکنې، اپوزیسونو، د اوبو مهارول، هوايي دهلیزونه، ترانزیټ، خصوصي سکتور څخه ملاتړ او داسې نور مسایل په کې را اخيستل شوي.
وروستي