عمران خان: هند د پاکستان د منزوي کېدو هڅه کوي خو  نه شي کولی 



روهي (يوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې د هندوستان هڅه دا ده چې پاکستان له نورې نړۍ منزوي کړي خو ياد هېواد په دې کار کې بريالی کېدای نه شي. 

نوموړي د هندوستان په اړه دا هم ويلي دي چې د مودي حکومت دا هڅه کړې چې پاکستان د  مالي اقدام ډلې یا FATF په تور نوملړ کې شامل کړي، خو د هندوستان دغه هڅه ناکامه شوې ده. 

د پاکستان لومړي وزير دا خبرداری هم ورکړی دی چې ترڅو هندوستان د جمو کشمير خلکو ته حقوق او خپلواکي ورکړې نه وي، پاکستان تيار نه دی چې هندوستان سره خبرې - اترې وکړي. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
علمي او معلوماتي

ځمکه له فضا څنګه ښکاري؟ 

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ