سریلنکایی لاهوري تیریماني او میکي ارتر په کرونا اخته شوي

د کریکټ مشهوره ویب سایټ کریک ټریکر پخپل یو تازه راپور کې لیکلي چې د سریلنکا کریکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی لاهوري تهریماني او ددغه هېواد د کریکټ ملي  لوبډلې مشر روزنکی میکي ارتر په کرونا ویروس اخته شوي.

کریک ټریکر زیاتوي، د سریلنکا کریکټ بورډ یاد لوبغاړي او روزونکي ته عاجل هدایت کړي تر څو د حکومت د صحي طرزالعملونو او کړنلارو مطابق ځانونه خوندي وساتي.

لاهوري تهریماني چې له ۲۰۱۳ کال را وروسته یې په لومړي ځل د انګلنډ خلاف په تېره میاشت کې د ټسټ لوبو پر دوام سلیزه ووهله، ممکن د ویسټنډیز سفر برخه ونه اوسي.

ټاکل شوي تر څو سریلنکا به د ویسټنډیز خلاف د روانې میاشتې په شلمه نیټه لوبې پیل کړي خو د یاد هېواد د کریکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي او روزونکي د کرونا مثبتې پایلې ممکن ددې باعث شي چې یاده لوبډله له ویسټنډیز سره د سیالیو نیټه تر یوې بلې نیټې وځنډوي.
 
 سریلنکا کریکټ ملي لوبډلې پخپلو وروستیو څلور ټسټ لوبو کې له خپلو سیالانو ماتې منلي چې دوه یې له جنوبي افریقا او دوه هغه یې له انکلستان د انګلستان په کوربتوب ومنلې.