عمران خان: د افغانستان په جګړه کې ښکېلتیا د پاکستانیو مشرانو ستره تېروتنه بللې

روهي (نۍ/۱۱ د سلواغې)، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تازه د خپل هېواد په پخوانیو مشرانو نیوکه کړې چې ولې په افغان جګړه کې ګډون کړی.

نوموړي د پاکستان په تېرو مشرانو نیوکه کړې چې دا یې لوی تېروتنه وه چې د افغانستان په جګړه کې یې پاکستان دخیل کړ او د امریکا په مشرۍ یې په روانه جګړه کې برخه واخیسه.

د عمران خان په خبره پاکستان د پیسو په بدل کې د بهرنیو جګړو برخه ګرځېدلی او باید د دغو ناقصو تګلارو له تېروتنو څخه زده کړه وشي.

 نوموړي دا خبره داسې مهال کوي چې افغان حکومت په ځلونو پاکستان تورن کړی، چې وسله والو طالبانو ته یې پناه ورکړې، روزنه ورکوي او وروسته یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.