پنټاګون: تر مې مياشت پوځيان نه باسو؛ طالبانو دوحې هوکړه نه ده پلې کړې

روهي (جمعه/۱۰ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت يا پنټاګون ويلي دي چې د تېر کال فېبرورۍ مياشتې د دوحې هوکړه د طالبانو له خوا په بشپړ ډول نه ده پلې شوې او په همدې اساس دوی به د روان کال تر مې مياشت خپل ټول پوځيان ونه باسي. 

د متحدو ايالتو دفاع وزارت وياند جان کربي ويلي دي چې افغانستان د تاوتريخوالي کموالی او القاعده سره د طالبانو د اړيکو نه غوڅېدل هغه مسايل دي چې طالبانو ورته ژمن نه دي پاتې شوي. 

له بلې خوا طالبانو د امريکا متحدو ايالتو د دفاع وزارت ياده ادعا رد کړې ده او ويلي دي چې طالبانو د يادې  هوکړې پر مسايلو عمل کړی او پلي کړي يې دي. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي،  "اسلامي امارت د دوحې تړون ټولو بندونوته کلکه ژمنتیا لري، او له خپله لوري يې عملي کوي. د دوحې تړون عملي کول د روانې لانجې یواځني حل لاره ده. له امریکا څخه هم غواړو چې د دوحې تړون په کلک رعایت کړي."