 
        	    
                    
                                    
                    روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، د سولې بين الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت د پلاوي وياند نادر نادري وايي چې نهه ورځې کيږي چې طالب پلاوی دوی سره خبرو ته نه حاضريږي. نادري وايي چې رسمي بحثونو او د جګړې پای لپاره طالبان لېوالتيا نه ښيي. 
نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، "د سولې تینګښت او د افغانستان د خلکو له وژنو څخه مخنیوی د افغانستان د دولت او ولس  لومړیتوب دی. د افغانستان اسلامی جمهوریت هیئت په پوره صداقت او اخلاص سره د همدې هدف لپاره په دوحه کې دی. ۹ ورځې کیږي چې مقابل لوری د جنګ د ختمیدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته آماده نه دي."
طالبانو د حکومت د دغه شکايت په اړه څه نه دي ويلي او د يادونې چې نن ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی د ايران په بلنه تهران ته په رسمي سفر لاړ. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								