.jpg)
روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، د افغانستان د علومو اکاډمي ته د ختیځ ادبي بهیر له خوا د فولکلور آرشيف د بډاينې په پار سلګونه فولکلوريکې او ولسي سندرې ډالۍ شوې.
د افغانستان علومو اکاډمي وایي، چې د ختيځ ادبي بهير مشر ضیاءالدين همت مل د دغو سندرو فايلونه، نن (سه شنبه) د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب ته وسپارل.
شکېب د ختيځ ادبي بهير له مشر څخه مننه وکړه چې دغه ولسي زېرمه يې د علومو اکاډمي په واک کې ورکړه، ده وويل، دغه فولکلوريکې سندرې د پښتو ژبې يوه بډايه برخه ده چې د علومو اکاډمۍ په فولکلوري ارشيف کې به خوندي شي او د فولکلوري څېړنو په برخه کې به څېړونکي له دې موادو استفاده کوي.
د ختیځ ادبي بهیر مشر همت مل بیا ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به دغه ډول نور مواد هم د علومو اکاډمي په واک کې ورکړي.