پاکستان کې شل زره دیني مدرسې ثبت نه دي هلته افراطیات او که دیني زده کړې؟

روهي ( درې نۍ/  ۷ د سلواغې )،  د افغانستان حکومت وايي هڅه کوي، نورو هېوادونو ته د دیني زده کړو لپاره د زلمیانو او ځوانانو د تګ مخه ونیسي.
 
افغان چارواکو بار بار ویلي،  زیاتو دیني مدرسو کې افغان زلمیانو او ځوانانو ته افراطیت ورښوول کېږي خو بهتره  داده چې به کور د ننه ورته د دیني زده کړو او عصري زده کړو زمینه برابره شي.
 
د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین وویل: "د اسلامي تعلیماتو معینیت په افغانستان کې بېلابېلې لویې مدرسې، دارالعلومونه او دارالحفاظونه لري، چې د سیمې په سطحه غوره دیني مرکزونه دي. دلته مو داسې زمینه برابره کړې، چې څوک له هېواده بهر دیني زده کړو ته اړ شي."
 
د افغانستان د حج اوقافو وزارت ویلي وو چې دوی به د هېواد ټول دیني مدارس، جوماتونه او نور دیني اماکن وارزوي او معلومات به یې ثبت کړي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
 

د کابل اوسیدونکی منصور یوسفزی وایي چې  د پاکستان په مدرسو کې  افغان زلمیان او ځوانان په افغانستان کې د تشدد لپاره روزل کیږي  خو اوس د پوهنې وزارت له دغه اقدام څخه هر کلی کوی چې په کور د ننه د دیني زده کړو زمینه برابروي.
 
له دې سره هم مهاله د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح دوه اوونۍ وړاندې په خپل فیسبوک پاڼه لیکي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د ۱۴ ولسوالیو ټول ۴۹۲ مدرسو ښوونکي او زده کونکي باید ثبت او بایومټریک شي.
 
افغان چاوراکي داسې مهال په دې برخه کې اقدام کوي چې له دې وړاندې له دیني مدرسو ځیني عقیدوي اختلافات رابرسېره شوي او ان تردې چې په دې برخه کې د انحرافاتو موضوع هم موجوده وه چې دغه ادعاوې بیا تل د دې مدرسو د مسؤلینو له خوا رد شوي.
 
په پاکستان کې د دیني مدرسو تنظیموونکی لوی بورډ وفاق المدارس العربیه وايي، له دوی سره د راجسټر شویو مدرسو شمېر ۲۳۰۰۰ ته رسېږي، خو ۲۰،۰۰۰ نورې مدرسې ورسره راجسټر نه دي.
 

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۱۰ دارالعلومه، ۲۱۷ دارالحفاظه او ۸۰۱ مدرسې ثبت دي.

د پوهنې وزارت د رسمي مالوماتو په اساس ثبت شوي  1200 مدرسې لروچې تقريبا 3 سوه ﺯره ﺯده کوونکي پکې دیني زده کړې ترسره کوي.