روهي (دوه نۍ/۶ د سلواغې)،د امريکا متحدو ایالتو کالیفورنیا ایالت په یو ژوبڼ کې لسګونه ګوريلا gorillas بېزوګانې په کرونا ويروس ککړې شوې دي. روغتيا پالان په دې پلټنې کوي چې دغه بېزوګانو ته کرونا ويروس له کومې لارې رسېدلی.
د ژوبڼ مسؤولين وايي چې په کوېډ-۱۹ اخته ګوريلا بېزوګانې يې له نورې جلا کړې او اوس مهال تر پالنې او درملنې لاندې دي.
د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کرونا ويروس ضد واکسین جوړ شوی خو تر اوسه دا نه ده مالومه چې ياد واکسین به ژويو ته هم اغېزمن تمام شي او کنه.
وروستي