روهي (جمعه/۳ د سلواغې)، د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي د اجنډا پر لومړیتوبونو کار کړی او اصلي خبرو ته بشپړ چمتووالی لري.
نوموړې وايي، د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی پر داخلي موضوعاتو خبرو ته دوام ورکوي او هیله څرګندوي چې مقابل لوری هم پر اجنډا خبرو کولو ته چمتوالی وښيي.
له شاوخوا درېیو اونیو راهیسې په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوي، خو لاهم کوم جدي پرمختګ پکې نه دی شوی او په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې د دواړو ډلو ترمنځ لیدنې ځنډول شوې دي.
خو وروسته د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوو رسنیو سره په مالوماتو کې څرګنده کړه چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې دوام لري او ځیني وخت د خپل منځي مشورو لپاره لیدنې نه ترسره کیږي.
وروستي