روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ پخوانی ولسوال د عبدالرشيد دوستم پوځي استازي نظام الدين قيصاري له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې بلخ ولايت کې وسله والې غلاوې، د انسان تښتونې پېښې او ترور د استاد عطا کسان کوي.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې دی له چا نه ويريږي او دا وايي چې د بلخ د ناامنۍ تر شا د جنرال عطا د کسانو لاس دی. قيصاري ويلي دي چې په دې اړه د بلخ له والي سره هم کتلي او ورته ويلي يې دي، خو څه يې نه دي کړي.
نظام الدين قيصاري دا هم ويلي دي، چې په دې اړه يې له کابله راغلي پلاوو ته هم مالومات ورکړي او دی په دې اړه دقيق مالومات لري، چې ورته کارونه د عطا محمد نور کسان کوي.
د يادونې ده چې له دې وړاندې ولسمشر غني د بلخ حکومتي کسانو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې عبدالروف نومي تښتول شوی کس ازاد نه شي، نو ټول لوړپوړي کسان به له دندو ګوښه کړي.
وروستي