ملګرتیا

بس دی نور ډیره ملګرتیا نه پالم
بس دی له تا نه مې هرڅه زده کړي
 بس دی نور چا پورې ځان نه تړمه
 ستا مې بلها بلها ترخه زده کړي
 
  بس دی نور درد مې چاته نه وایمه
 د  اوریدلو ځای مې پاتې نه  دی
دا خپل زړګی مې چاته نه تشوم
د زړه سپړلو ځای مې پاتې نه دی
 
نور به په هیچا ملا و نه تړمه
ځکه سختۍ کې مې یوازې پریږدي
ولو که دغه مې خپل  سیوری هم شي
په تاریکۍ مې یوازې ریږدي
 
بس بې له تا به هم ژوندی پاتې شم
ستا یارانی خو نفرتونه راکړل
نور یي ژوندون باندی پښیمانه کړمه
ټول یې دردونه او کړاوونه راکړل
 
د درد زغملو توان هم لرم خو
درد مې تمام په لړمانه کې اوسي
هغه چې زړه ته یې تکلیف راکړی
هغه سړی زما په زړه کی اوسي
 
پخوا یوازې ومه اوس هم غواړمه
یوازیتوب راته مزه راکوي
له ملګرتیا نه ستړی شوی یمه
اوس تنهایي راته دمه راکوي
 
وایي چې مینه د ایمان نښه ده
ایمان هرچا باندې راوړل ښه نه دي
د محبت بقاء ضرور منمه
خو په هر چا د زړه تړل ښه نه دي
 
ستا په دوستۍ باندی پښیمانه یمه
نور می سکون د زندګۍ ورک شوی
دا ستا په شتون داسی انګيرمه  چې،
زما احساس د ازادۍ مړ شوی
 
 
تل مې  پدې خدایږو کوشش  کړی دی
 چی د چا زړه راځینې مات نه شي
له خپل زړګي سره چې خواله وکړم!
ټوټې ټوټې دی، لا میرات نه شي
 
چی ځینی ځینی یارانې ووینم
له خپله ځانه مې هم کرکه راشي
وایم چې هیڅ راپیدا شوې نه وی
له دی جهانه، مې هم کرکه راشي
 
چاته چې غیږ د مینې پرانیزمه
نو په بدل کې یې اغزي راکوې
وایمه زه به نور هستۍ ته لاړ شم
عادله دوي راته نیستي راکوي