هلمند کې د هوږې کښت او حاصلات زیات شوي

روهي (څلورنۍ/۱ د سلواغې)، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ريس زلمى الکو وایي، سږ کال د دې ولایت په زیاته ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه زیاته شوې ده.

د کرنې وزارت د ۱۳۹۸ کال د احصایې ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د هلمند ولایت په ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې تر درې زره او ۵۳۴ ټنو پورې ورسېد، خو ددې ولایت د هوږو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله زیات دي.

د هلمند د کرنې ریس زلمي الکو زياته کړه چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه او بېلابېلو ولسوالیو کې په زیاته کچه د هوږې کرکېله، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د ښې کرکېلې په پار عامه پوهاوی، په سم ډول د نباتاتو روزنه او پالنه هغه څه دي، چې د دې ولایت د هوږې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.

ديادوني وړ ده چې هلمند د هوږې له پلوه د هېواد له لویو تولیدونکو ولایتونوو څخه شمېرل کېږي، چې د کیفیت له مخې په کورنیو بازارونو کې د ښه نوم په درلودلو سره د هېواد ګڼو نور ولایتونو ته هم ترې صادریږي.