د امریکا نوی ولسمشر بایډن نه د افغانو هیلې څه دي؟

روهي ( څلور نۍ / ۱ د سلواغې )، ټاکل شوې نن د امریکا نوی منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسم پرځای کړي، یو شمېر افغانان د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت پرېکړو ته انتظار باسي.
 
په افغانستان کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالان وايي، هیله لري چې د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتلو ته پاملرنه وکړي.
 
دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې افغانستان کې جګړه روانه ده او ورځ تر بلې تاوتریخوالی زیاتېږي.
 
افغان حکومت وایي د جوبایډن حکومت باید د امریکایانو او طالبانو ترمنځ تړون باندې بیا کتنه وکړي او افغانستان په تاریخي پړاو کې دی له طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرې  په امن فضا کې روانې دي.
 

که څه هم قطر کې د افغانستان او طالبانو استازي د سولې په خبرو بوخت دي، خو تردې دمه په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګونه نه دي ترسره شوي.
 
نږدې لس میاشتې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو د افغانستان په جګړه کې سوړوالی رانه ‎غی.
 
د امریکا د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن تېره ورځ د خپل واک د تایید غونډه کې وویل، موږ دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي پای ته رسول غواړو، ځواکونه ستنول غواړو، غواړو هلته تر یوه برید د هر ډول ترهګرۍ د ستنېدو سره د چلن وړتیا وساتو چې له امله یې ورغلي وو.
 
له بلې خوا طالبانو ویلي که د دوی او امریکا د تړون له مخې، ټول بهرني ځواکونو تر سږني پسرلي له افغانستان ونه وځي، نو دوی به پرې بریدونه له سره پیل کړي.
 

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې چې نن ترسره کیږي  ډونالد ټرمپ ګډون نه‌کوي. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.
 

د واشنګټن نوي ادارې ته له مهمو بهرنیو مسایلو یوه د افغانستان قضیه ده چې پرې نږدې دوه لسیزې تېریږي.
 
 جوبایډن به د امریکا څلورم ولسمشر وي چې د واکمنۍ پر مهال به د افغانستان د اوږدې جګړې په اړه پرېکړې ور ترغاړې وي.