کندهار کې ۳۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري

روهي ( دوه نۍ / ۲۹ د مرغومي)،  په کندهار کې دپمپرز او کاغذي دستمالونو دتوليد ډير شوی.
 
 دسوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي وایي دکندهار ولايت دشوراندام په صنعتي پارک کې هغې فابريکې چې پمپرز او کاغذي دستمالونه توليدوي خپلو محصو لاتو کې يې ډير والی راوستلی ياده فابريکه په يوه ورځ اوشپه کې ۱۳۰ زره پمپرز او کاغذي دستمالونه توليدوي.
 
ددغې فابريکې مسولين وايي چې په فابريکه کې يې درې  سوه تنه په کار بوخت دي او لږتر لږه يو ميليون ډالره پانګونه يې پرې کړې ده.
 
ديادې فابريکې محصولاتو سربېره پر دې چې کندهار ېې له دې اړخه پرځان بسيا کړی نورو ولايتونو او پاکستان ته هم صادرات لري.
 
د احمدي په خبره دکندهار ولايت په دووصنعتي پارکونو کې درې سوه توليدي فابريکې فعاليت کوي چې ديادولايت دزرګونه اوسېدونکو لپاره يې دکار زمينه برابره کړې ده.