اندونیزیا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر نږدې ۸۰ کسانو ته ورسید



روهي (دوه نۍ/۲۹ د مرغومي)، د اندونیزیا چارواکي وایي، د ژغورنې ډلو په دې هېواد کې د تېرې جمعې ورځې د زلزلې له امله، د ویجاړو او نړېدلو ودانیو لاندې نور جسدونه هم راایستلي چې په دې سره د زلزلې له امله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسید.

د اندونیزیا په سولاوېسي جزیره کې د شوې ۶.۲ درجې  زلزلې له امله په سلګونه نور کسان زخمیان او ګڼ نور یې بې کوره کړي هم دي، چې کیږي مرکز یې د ماموجو ایالت نه جنوب طرف ته اته دېرش کلومټره لېرې او اتلس کلومټره په ځمکه کې دننه و، چې د ځایي وخت، د سهار په دوه بجو بجو رامنځته شوه.

راپورونه وایي، چې په سیمه کې لا هم ژغورنې عملیات روان دي او اټکل کیږي چې د زلزلې له امله د قربانیانو شمېر لا ډېر شي.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ