روهي (دوه نۍ/۲۹ د مرغومي)، د کندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبومهارولو او د خاورې د تخریب د مخنیوی په برخه کې ۸۳ بېلابېلې پروژې پلي شوي دي.
د دوی په خبره په دې وروستیو کې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لکښت د اوبو د مهارولو د یوې بند چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې یاد بند د ارغستان ولسوالۍ د جنګ ژورې په سیمه کې د موسمي اوبو راګرځولو او زېرمه کولو په پار جوړه شوې ده، چې د ۱۱۵زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د سیدي په خبره یاد بند به څه باندې اته زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي او دغه راز نوی جوړ شوی بند به وکولای شي، چې د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي، چې په پایله کې به یې کاریزونو او څاګانو کې اوبو ډېر او د خاورې د تخریب او سېلابونو مخه به ډب کړي
وروستي