ملګري ملتونه له ایران په دې سازمان کې د رایې ورکولو حق اخلي

روهي (دوه نۍ/۲۹ د مرغومي)، ایران د ملګرو ملتونو د حق العضویت د نه ورکړې له امله یاد سازمان دا هېواد د رایې له ورکړې محروم کړی.

هغه شپاړس میلیونه ډالر حق العضویت چې ایران تر اوسه ملګرو ملتونو ته نه ده سپارلې ددې سازمان مشر انتیوګوترېش ویلې، چې د همدې امله دوی پرېکړه کړې چې ایران په دې سازمان کې د رایې له حق محروم کړي.

هغه د څو نورو هېوادونو نومونه هم د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارلي او امر یې کړی چې باید د رایې له حق محروم شي. 

بلخوا د ملګرو ملتونو ددې وروستي اقدام په اړه  ایران ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو اصولو ته ژمن دي خو دا چې پر دوی بندیزونه وضع شوي او مالي سرچینې یې تړل شوې دي نو ځکه د حق العضویت په ورکړه کې ځنډ راغلی دی.