روهي (يوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، رويټرز رسنۍ د امريکا د متحدو اياتو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن د نېږدې کسانو له خولې د هغه کارونو نوملړ شريک کړی دی، چې ولسمشر جوبايډن به يې د خپلې کاري دورې په لومړيو څو ورځو کې وکړي.
رويټرز د جوبايډن په نوې دوره کې د امريکا د پوځ د لوی درستيز ران کلاین له خولې لېکلي دي، چې د ولسمشر بايډن يادې کارونه د متحدو ايالتو د کانګرس تائيد ته اړتيا نه لري او جوبايډن به د خپل واک په لومړيو ورځو کې ځای ورکړي.
د يو شمېر هغه اسلامي هېوادونو وګړو ته د تګ اجازه چې په ۲۰۱۷ز کال کې ولسمشر پر محدويتونه اېښي وو او امريکا ته په ورتګ يې بند کړي وو. همدا ډول ولسمشر د پاريس د اقليمي بدلون له تړون ووت، خو جوبايډن به د خپل واک په لومړيو ورځو کې بېرته ياد تړون ته دننه شي.
له پورته دوه چارو وراېخوا په اجباري ډول د ماسک اغوستل به د ولسمشر جوبايډن بل لومړيتوب وي؛ اوسني ولسمشر ټرمپ نه په خپله ماسک اغوستلو او نه يې هم په دې برخه کې جديديت درلودل.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته