د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف مور  د ۱۰۰  کالونو په عمر ومړه

روهي (نۍ/۲۷ د مرغومي)، د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف مور بيګم زرين مشرف دُبۍ کې ومړه. د پروېز مشرف کورنۍ د بيګم زرين د مړينې پخلی کړی. 

نوموړې سل کاله عمر درلود او په ۱۹۲۰ز کال کې زږېدلې وه. بګيم زرين دُبۍ کې له خپل زوی پروېز مشرف سره اوسېدله. 

ټاکل شوې ده چې ميرمن زرين به نن ورځ دُبۍ کې خاورو ته وسپارل شي. د پاکستان د حکومت يو شمېر لوړپوړو چارواکو د نوموړې پر مړينې خواشيني ښوودلې او د پروېز مشرف کورنۍ ته يې تسليت وړاندې کړی.