محمود قریشي وایي هند د افغان سولې پروسې ګډوډول غواړي

روهي (جمعه/۲۶ د مرغومي)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې هند په افغانستان کې د سولې د روانې پروسې د ګډوډول غواړي.

تازه داسې مهال پاکستان په هند د افغان سولې پروسې د ګډوډولو په برخه کې تور لګوي چې له دې وړاندې یاد په هند د داعش ډلې د ملاتړ تور پورې کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه په یو بیان کې ویلې، چې دوی تل په افغانستان کې د تل پاتې امن ټینګولو هڅې کوي او د سولې په روانه پروسه کې یې مهم ګامونه اخیستې دي او په راتلونکي کې به هم په دې برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

قریشي وایي، چې هند غواړي ترڅو د افغانستان د سولې روانه پروسه کې خنډونه را ولاړ کړي خو نوموړي څرګنده نه کړه چې هند د افغان سولې خبرو کې څه ډول خنډونه جوړوي او په دې تړاو یې زیات مالومات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو د افعانستان سولې پروسه کې هند په خنډ جوړولو تورن کړی و خو هندي چارواکو هغه مهال د پاکستان دا تورونه رد کړې و.