اسماعيل خان: مونږ ډېری جهادي مشران موقت حکومت غواړو 

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، پخوانی جهادي قومندان تورن اسماعيل خان وايي چې که چېرې د اوسني حکومت پر ځای يو لنډمهاله حکومت جوړ او واک ورته انتقال شوی نو اوربند هم ورسره کېدلی شي. 

اسماعيل خان چې د مصالحې عالي شورا غړی هم دی وايي چې د هېواد ډېری پخوانۍ او جهادي څېرې په دې هوکړه لري چې لندمهاله حکومت دې جوړ شي. 

د لنډمهاله حکومت خبرونه په دې وروستيو کې زيات شوي دي او ويل شوي وو چې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمي خليلزاد هم د موقت حکومت درې طرحې راوړې چې په همدې پار ولسمشر غني ور سره لېدنه ونه کړه. 

له بلې خوا کابل کې د امريکا متحد ايالتو سفارت ويلي دي چې دوی د لنډمهاله حکومت غوښتنه نه کوي او د نظام ډول د افغانانو پرېکړه او صلاحيت دی. طالبانو هم ويلي دي چې د دوی او د حکومت د مرکچي پلاوي په بحثونو کې د لنډمهاله حکومت غوښتنه نه ده شوې.