غور کې د ولایتي شورا غړي او ملي امنیت ځواکونو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوي

روهي ( پنځه نۍ / ۲۵ د مرغومي)، دغور د ولایتي شورا د غړي او ملي امنیت ځواکونو ترمنځ نښتې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
 
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وايي، ملي امنیت ځواکونو غوښتل چې د غور د ولایتي شورا د یو غړي عزت الله بېګ موټر تلاشي کړي چې د نوموړي له غبرګون سره مخ شوي او نښته رامنځته شوې. غور والي هم پیښه تایدوي.
 
نښته د یاد ولایت په مرکز، فیروزکوه کې رامنځته شوې ده.
 

د ناطقي په وینا، نښته کې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.
 
ناطقي زیاتوي چې په ځوابي ډزو کې د ولایتي شورا د غړي عزت الله بېګ یو تن ساتونکی هم ټپي شوی دی.