اسلامي يا د سولې حکومت: ۵۰ سلنه قدرت طالبانو او ۵۰ سلنه جمهوريت ته؛ دا دې د سولې طرحه ده چې رسنيو ته رسېدلې 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د مرغومي)، رسنيو يوه هغه طرحه تر لاسه کړې ده چې د سولې خبرو له بريا وروسته د لنډمهاله حکومت د جوړېدو لپاره چمتو شوې ده؛ سياسي واک د طالبانو او حکومت منځ  کې ۵۰ - ۵۰ سلنه وېشل شوی دی. 

دغه طرحه کې د نوي حکومت نوم د سولې حکومت يا اسلامي حکومت ښوودل شوی دی، تر هغې به دوام کوي چې د ټاکنو له لارې افغانستان کې يو اسلامي حکومت جوړ شي. 

د حکومت دغه ډول به درې قواوې ولري چې د ولسمشر ترڅنګ به لومړی وزير هم وي. قضايه او مقننه قواوې به خپلواکې؛ اجرائيه ځواک به د ولسمشر او لومړي وزير له خوا اداره کيږي. 

دغه طرحه کې د اسلامي فقې عالي شورا، د اساسي قانون د تعديل کمېسيون، د ملي روغې جوړې عالي کمېسيون، پر اوربند د څار کمېسيون او د ګډوالو بېرته راستنېدو مسايل د لنډمهاله حکومت پنځه اساسي دندې ښودل شوې دي. 

تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تحريک د دغه طرحې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.