الجزيره: پاکستان کې د شيعه هزاره ګانو وژل کېدل او له افغانستانه د شيعه - هزاره مشر کريم خليلي سفر


روهي (څلور نۍ/۲۴ د مرغومي)، الجزيرې نړيوالې رسنۍ اسلام اباد ته د کريم خليلي د روان سفر په اړه لېکلي دي. الجزيرې پاکستان کې د لسو هزاره ګانو وژل کېدل او په ورته وخت کې د کريم خليلي سفر سره تړلی بللی. 

که څه پاکستان ته د کریم خلیلي سفر د افغانستان د سولې بهير او دغه بهير کې د پاکستان همکاري ښوودل شوې ده، خو الجزيرې په خپل راپور کې لېکلي دي، چې نوموړی د وژل شوي هزاره ګانو د پیښې په تړاو اسلام اباد ته تللی دی.
 
د شميرو پر اساس له ۲۰۱۴ کال راهيسي پاکستان نېږدې پنځه سوه هزاره ګان د وسله والو له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي. همدا ډول د ايران له خوا په فاطيميون ډله کې د افغان هزاره ګانو شتون او سوريې د داعش پر وړاندې جګړې لپاره لېږل؛ افغانستان د داعش ډلې له خوا شيعه - هزاره ګان په نښه کيږي. 

کريم خليلي په خپل دې سفر کې د پاکستان د پارلمان له رئیس اسد قيصر، بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه او د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره کتلي دي‌. 

پاکستان ته د کریم خلیلي د سفر په اړه پاکستاني چارواکو او په خپله کريم خليلي د دغه سفر او هلته د شيعه هزاره ګانو د تړاو په اړه څه نه دي ویلي، خو د الجزیرې د راپور اړوند، د نورو اجنډاړو ترڅنګ، د شيعه هزاره ګانو وروستۍ مرګ - ژوبله او د خليلي سفر د اجنډا برخه ده.