له ۲۵ کلونو وروسته د کندز د سپین زر تولیدي فابریکې بېرته په فعالیت پېل وکړ

 

روهي (څلور نۍ/۲۴ د مرغومي)، د کندز د سپین زر تولیدي فابریکې د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره له ۲۵ کلونو وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او ترڅنګ یې د زغرو، کونځلو او پنبې دانې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.

د سپین زر تولیدي فابریکې تولیدات پر کندز سربېره نورو ګانډیو ولایتونو ته هم د خرڅلاو په موخه استول کیږي.

د سوداګرۍ وزارت وایي، چې د سپین زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه درېدلی وو، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یوه هوکړه لیک له مخې له ازبکستان څخه ۵ پایې ماشینونه د یادې فابریکې د بېرته فعالیت په موخه وپېرل شول او ورسره په څنګ کې ۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.