د تهران او واشنګټن جنجال او د مسکو غبرګون: دا چې القاعده ايران کې مرکزونه لري بې بنسټه خبرې دي

روهي (څلورنۍ/۲۴ د مرغومي)، د روسیې بهرنيو چارو وزارت په یوې اعلاميې کې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هغه څرګندونو ته غبرګون ښوودلی چې د ايران په اړه یې کړې دي. 

مايک پيميو ادعا کړې چې ايران د القاعده ډلې لپاره خوندي ځای دی او اوس مهال د القاعده مشران د افغانستان په غرونو کې نه بلکې په راحت ډول په تهران کې اوسيږي. 

د پمپيو دغه څرګندونو ته د روسیې بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې راغلي دي، چې په ايران کې د القاعده د مشرانو اوسېدل، بې بنسټه او له حقيقته لېرې خبري دي. 

همدا ډول افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي دي چې مسکو هېڅ داسې کوم مالومات نه لري چې ګواکي ايران او القاعده دې په ځپلو کې سره اړيکه ولري. کابلوف په ټېنګار سره ويلي دي چې القاعده ډله او ايران سره هېڅ ډول اړيکې نه لري. 

د مايک پمپيو څرګندونو ته د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې امريکا دروغ وايي او ژمنې ماتوي.