ناپېژانده وسله والو جلال اباد ښار کې د استیناف محکمې يو کارمند په ډزو ووژلو

روهي (څلورنۍ/۲۴ د مرغومي)، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د ياد ولايت د استیناف محکمې يو کارمندان د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوی دی. 

وژل شوی کس عبدالقيوم نوميږي او د عصمت الله په نوم يو بل همکار یې په دې پېښه کې ټپی شوی دی. پېښه نن سهار شااوخوا نهه بجې شوې. 

د ننګرهار ولايتي مسوولينو د ټپي شوی کس روغتيايي وضعيت ښه بللی دی. تر اوسه کومې چا يا ډلې د دغه بريد مسوولیت نه دی منلی.