ملي امنيت: کابل کې د امریکا د شارژدافیر (راس وېلسن) د وژلو پلان جوړ شوی وو خو خنثی مو کړ 

روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، ختيخ ننګرهار ولايت د داعش ډلې څلور غړي نېول شوي دي. ياد ولايت کې د ملي امنيت ۰۲- قطعې ويلي دي ې ياد کسان يې کامې ولسوالۍ کې نېولي دي. 
د ملي امنيت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې نېول شوي کسانو کې د داعش د هدفي وژنو د ډلې غړي او زمینه ساز یې په کې شامل دي. 

اعلاميه کې وړاندې زياته شوې، "د مالوماتو له مخې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه‌ساز عبد الواحد پلان درلوده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر او افغان لوړپوړي چارواکي په نښه او ترور کړي چې په نیول کېدو سره یې اهداف شنډ شول."

تر اوسه نه په کابل کې د امريکا سفارت په دې اړه څه ويلي دي او نه هم داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته مالومات ورکړي.