سرچيني: خليلزاد درې طرحې راوړې وې خو ولسمشر ورسره ونه لېدل 

روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمي خليلزاد له يو شمېر سياسي څېرو او حکومتي کسانو سره د اوسني حکومت په اړه درې طرحې شريکې کړې دي خو ولسمشر ته يې ځکه وړاندې نه شوې کړی، چې ولسمشر ور سره لېدنه رد کړه. 

د سرچينو د مالوماتو پر اساس، د اوسني حکومت پاتې کېدل او طالبان په کې مدغم کول؛ د طالبانو په يو سياسي نظام کې د اوسني حکومت مدغمول او درېيمه طرحه دا چې د اوسني حکومت پر ځای د يو لنډمهاله حکومت جوړول؛ د زلمي خلیلزاد درې طرحې دي. 

ويل شوي دي چې سياسي څېرو له زلمي خليلزاد سره دا منلې ده چې د دوه لومړيو طرحو پر ځای به، د لنډمهاله حکومت د جوړېدو طرحه غوره وي. 

زلمي خليلزاد د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب سره لېدنې کړې، خو ولسمشر غني ور سره ونه لېدل. 

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ولسمشر غني  ننګرهار ولايت ته د خپل سفر او له سي اِن اِن تلويزيون سره په خپلې مرکې کې ويلي وو، چې واک به د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستې ته خوشی کوي.