
روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، کورنيو چارو وزارت د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د وژل شوي مشر يوسف رشيد د درېيو وژونکو د نېونې ويلي دي.
په ورته وخت د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي دي، چې د يوسف رشيد يو وژنکي د يوسف رشيد له زوی سره ځان ټولګيوال کړ او له دې لارې یې د يوسف رشيد په اړه مالومات ټول او د مرګ پلان يې ورته برابر کړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين دا هم ويلي دي چې د يوسف رشيد د وژنې قضيه جدي څيړي او د پوښتنو او ګرويګنو په پايله کې به نور کسان هم په دې تړاو ونېسي.