صالح په یوه شپه دوه زره کورنۍ ودردولې

د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په امر امنیتي ځواکونو د کابل ښار د پينځمې حوزې له سیمو څخه شاوخوا دوه زره محصلین له ځانه سره بېولي دي.

دوه ورځې وړاندې د شپې شاوخوا دوولس بجې امنیتي ځواکونه د دغې حوزې په میرویس میدان(کوټه سنګي)، کمپنۍ او نورو سیمو کې د محصلییو اطاقونو او لیلیو ته ورغلي وو او شاوخوا دوه زره کسان یې له ځان سره وړي ول.

له دغو نیول شویو کسانو څخه یو شمېر یې بېرته راخوشي شوي؛ خو یو شمېر نور یې لاهم له امنیتي ځواکونو سره دي، هېڅ برخلیک یې نه دی مالوم او کورنۍ یې سخت په اندېښنه کې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي و، چې دا کسان یې د بایو میتریک لپاره ټول کړي، چې له بایو میتریک وروسته به ټول بېرته خوشي شي؛ خو محصلین وايي چې امنیتی ځواکونو له تاوتریخوالي ډک چلن ورسره کړی او سخت یې ځورولي دي او یو شمېر ملګري یې لاهم له امنیتي ځواکونو سره دي او تر اوسه یې هېڅ برخلیک نه دی مالوم.

د یوه تن نیول شوي محصل ورور احمدالله وویل: «ورور مې یې تر اوسه نه دی راخوشی کړی، دوه ورځې وړاندې کله چې موږ زنګ ورته واهه، ټلیفون یې ګل و، ټوله کورنۍ مو په اندېښنه کې وه او ټولو داسې ګومان کاوه، چې غلو وژلی او ټلیفون یې ترې وړی دی.»

ده زیاته کړه: «اوس چې خبر شوو، چې زموږ ورور امنیتي ځواکونو له ځان سره وړی؛ نو کورنۍ ته مې ډاډ ورکړ، چې ژوندی دی، ځينې محلصین را خوشي شوي او ځینې تروسه نه دي راخوشي شوي.»

دی وايي، ورور یې له دې امله کابل ښار ته د زده کړلو لپار رالېږلی، چې پوهنتون یې رخصت و او په ولایت کې د زده کړو امکانات نه ول.

یو تن را خوشي شوي محصل زبیر وویل: «امنیتي ځواکونو موږ ډېر سخت وډار کړلو، دروازې يې په لغتو را ووهلې او ډېر سخت سخت یې ګواښلو او حتا ځينې محصلین یې وهم ډبول»

دی وايي، چې موږ يې د شپې په یخ کې له کوټو په ډېر بد وضعیت کې را وویستلو او په مازدا او ټرېټلر موټرونو کې یې واچولو.

نوموړي وویل، چې له نیولو وروسته امنیتي ځواکونو له موږ ټولو ټلیفونونه ټول کړل او تر دوو ورځو مو ټلیفونونه ګل(خاموش) ول او کورنۍ مو سختې په اندېښنه کې وې.

د کریم الله په نوم یو بل راخوشي شوي محصل وویل: «موږ هېڅکله له داسې کوم وضعیت سره نه و مخ شوي، کله چې په ناڅاپي توګه امنیتي ځواکونه زموږ کوټو ته را ننوتل نو سخت یې وډار کړو او ډېر تند چلن یې را سره وکړ.»

دی وايي، دغه ټول نیول شوي محصلین یو یې هم ګناه نه لري، ټول بې ګناه دي او یوازې د درس لپاره کابل ته راغلي دي او دلته په کوټو او لیلیو کې شپې ورځې سبا کوي.

یو بل محصل شریف احمد وايي، چې موږ ځکه له ولایتونو کابل ته راغلي یوو، چې هلته امنیت نه شته، کورسونه نشته او نشو کولای چې په ډاډمنه توګه زده کړې وکړو.

دی وايي، نیول شوي کسان ټول غریب محصلین دي، چې له ناچارۍ په یخو کوټو او لیلیو کې شپې او ورځې تېروي.

نوموړي وویل، چې زما د کورنۍ په ګډون د ټولو نیول شویو محصلینو کورنۍ سختې وارخطا وې؛ ځکه د ټولو ټلیفونونو خاموش او دوی داسې ګومان کاوه، چې حتمي کومه لویه پېښه ور شوې ده.

ده له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې نیول شوي محصلین ټول بې ګناه دي او باید پاتې محصلین یې د خپلو کورنیو د اندېښنې او خپګان د رفع کولو له خاطره ور خوشي کړي.