معين علي؛ د انګستان کرېکټ ملي ټيم مسلمان لوبغاړی په کرونا ککړ او له لوبو پاتې شوی 

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، معين علي چې د انګلستان د کرېکټ د ملي ټيم مسلمان لوبغاړی دی په کرونا ويروس ککړ شوی دی. د نوموړي معاينه شوې اوپايله یې مثبت راغلې ده. 

نوموړی د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره د تېرې يوې نۍ په ورځ سرېلانکا ته تللی او هلته په کرونا ويروس ککړ شوی دی. د انګلستان حکومت ويلي‌ دي چې نوموړی به سرېلانکا کې د لسو ورځو لپاره قرنطين وي. 

اندېښنې دا دي چې ښايي د انګلستان د کرېکټ لوبډلې ځيني نور لوبغاړي هم په دغه ويروس اخته شوي وو، خو تر اوسه د نورو د لوبغاړو د ناروغۍ په اړه مالومات نه دي ورکړل  شوي.