روهي ( درې نۍ / ۱۶ مرغومي)، د ننګرهار ولايت مرستيال ببرک مياخېل د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ۱۶ تنه جعلي تذکره لرونکي او دوه تنه دوکانداران، چې مراجعينو ته يې جعلي تذکرې جوړې کړې وې ونیول شوه.
د ولايت مرستيال وايي، "د ګڼې ګوڼې مخنيوي او نظم په موخه يې د ويزې لګولو په موخه ځانګړی مهالوېش جوړ کړی، چې له مخې يې چارې تر پخوا ډېرې منظمې شوي او خلک ترې راضي دي؛ خو متاسفانه چې يو شمېر کسان د بې نظمۍ هڅه کوي."
نوموړي ویلي، نن مهالوېش له مخې د کامې ولسوالۍ نوبت و، چې شپاړلس تنه يې په داسې حال کې ونيول چې په جعلي تذکرو سره يې هڅه کوله ويزه ترلاسه کړي همدا راز دوه هټيوال هم نيول شوي چې جعلي تذکرې يې جوړولې دوکانونه يې وتړل شول او نيول شويو کسانو سره به د قانون له مخې چلند تر سره شي.
د ننګرهار رسنیو دفتر وایي د ولايت مرستیال مسئولينو ته د نظم او شفافيت سپارښتنه وکړه او همدا راز له خلکو يې وغوښتل، ترڅو د مهالوېش له مخې قونسلګرۍ ته په خپل نوبت سره مراجعه وکړي او له بې نظمۍ څخه په جدي ډول ډډه وکړي.
وروستي