د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خبرو په دوهم پړاو کې ژر تر ژره د اوربند ټینکیدو غوښتنه کوي

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې د خبرو په دویم پړاو کې دې په اجنډا د بحثونو لومړی ټینکار په اوربند وشي.

ددې کمېسیون په وینا چې په اجنډا کې دې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د مدافعانو او قربانیانو د دفاع موضوع هم شامله شي.
ددې کمېسیون رئیسه شهرزاد اکبر وایي، چې دوی تېره اوونۍ په یوه لیک کې دا موضوع د دواړو مرکچي پلاویو سره شریکه کړې ده.

نوموړي په همدې موخه ویلې، چې د دوی لومړۍ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې پر اوربند موافقه وشي، چې نور د ولسي افغانانو د قرباني کېدو مخه ونیول شي. د دې تر څنګ دې د تاوتریخوالي پر مشخصو ډولونو بحث وشي، چې ولسي کسان په نښه کوي، لکه هدفي وژنې، په دې برخه کې دې دوی ګډې څېړنې وکړي. بله مو دا غوښتنه مطرح کړې، چې دواړه لوري دې د جګړې د قربانیانو غږ واوري.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې په پام کې وه په قطر کې د خبرو دویم پړاو نن له شل ورځنۍ وقفې وروسته بیا پېل سي، خو پرون د دولت د مرکچي پلاوي سفر وځنډېد، چې دلیل یې ظاهراً د هوا خرابوالی وښودل شو.