سبا د جنوري لومړۍ نېټه؛ په مېلېونه موبايلونو کې به واټس آپ (WhatsApp) کار نه کوي

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د مرغومي)، د واټس آپ (WhatsApp) ادارې خبرداری ورکړی دی چې د نوي ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه به په مېلېونه هغه موبايلونو کې چې عامل سېستونه یې زاړه دي، واټس آپ (WhatsApp) به په کې بند شي. 

د يادې ادارې د مالوماتو پر بنسټ د آپل کمپنۍ هغه ايفون موبايلونه چې عامل سېستم یې له iOS9 زوړ وي، واټس آپ (WhatsApp) به په کې کار نه کوي. همدا ډول هغه انډرايډ يا سمسونګ او نور موبايلونه چې انډرايډ عامل سېسټم لري، که چېرې له Android 4.0.3 پخواني نو له واټس آپ (WhatsApp) به په کې ګټه نه اخېستل کيږي. 

هغه کسان چې غواړي له دغه ستونزې سره مخ نه شي او ايفون موبايلونه کاروي، نو په خپلو موبايلونو کې دې Settings > General > Information ته لاړ شي او هلته دا پيدا کولی شي چې د دوی موبايل کوم سېسټم کاروي. هغوی چې له سمسونګ او نورو موبايلونو ګټه اخلي، په Settings > About Phone کې د خپل عامل سېسټم په اړه مالومات پيدا کولی شي. 

د  واټس آپ (WhatsApp) د ادارې سپارښتنه دا ده، چې د زړو موبايلونو څښتانان دي مخکې د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې خپل مالومات يا Data ذخېره يانې Back up کړي، ترڅو بيا وکولی شي د عامل سېسټم په اپدېټ يا نوي موبايل په اخېستو سره خپل پيغامونه او نور مالومات بېرته تر لاسه کړي.