د ټولوشکو په نوم یو قزاقستاني بادي بلډر له يوې نانځکې سره واده وکړ

روهي ( درې نۍ/ ۹ د مرغومي)، د راپورونو له مخې د قزاقستان هېواد ټولوشکو په نوم یوه باډي بلډر له خپلې هغې نانځکې سره واده کړی چې څو کاله وړاندې یې اخيستې وه، هغه د دې نانځکې نوم (مارګو) ايښى دی.


هغه مهال چې په ۲۰۱۹ کال کې ټولوشکو اعلان وکړ چې غواړې د خپلې نانځکې سره واده وکړي د نوموړي دا کار په یاد هېواد کې له ګڼو مخالفتونو سره مخ شو چې ورسره یې دده امنیت ته هم ګواښ پېښ کړ او په دې تور چې ټولوشکو په دې توګه غواړي په یاد هېواد کې خلک غېر اخلاقي کارونو ته وهڅوي څو کسانو برید هم وکړ


نوموړي چې د خپل واده یوه ویډیو په انسټاګرام خپره کړې لیدل کیږي چې ملګرو یې په واده کې ګډون کړی او هغه مارګو ته چې سپين رنګ د واده جوړه پرې اغوستل شوې ګوتمۍ ور په ګوته کوي.