قاری جمالدین یې له زندان نه خلاص خو بیرته جګړې ته لاړ او هلته ووژل شو

روهي ( نۍ/  6 د مرغومي)،  د فاریاب والي، نقیب الله فایق په خپل رسمي ټویټر پاڼه لیکلي د دوحې د هوکړې له مخې، لومړی کس چې د فاریاب له زندان څخه ازاد شو، قاري جمالدین وو.

فایق وايي، قاري جمال الدین مې کور کې مېلمه کړ او ژمنه یې وکړه چې نور به په جګړه کې برخه نه اخلي.
 
د والي په وینا، قاري جمالدین د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی.
 
د سولې په اړه د دوحې له تړون وروسته ۵۰۰۰ طالب بندیان له زندانانو خلاص شوي خو د مسولینو په خبره اسناد شته چې ډیری کسان بیرته د وسله والو مخالفینو سره د جګړو په لیکو کې یو ځای شوی.
 طالبانو څه موده مخکې ویلي چې د دوي پاتې ۷۰۰۰ پاتې بندیان د هم له بندخونو څخه خلاص شي کنه د سولې خبرې به د خنډ او ځنډ سره مخ شي.