د بلاګانو د مور څلویښتي



نن د مرغومي شپږمه او د هورا او تکبیر د غبرګو نارو، یو څلویښتمه کلیزه ده. نن د عقیدې او ماټریالیزم د تودې مقابلې د سړو خاطرو ورځ ده. نن د جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو د پیل یادګار او منزل ته د هجرتونو او غزاګانو د ستومانه مزل تکرار دی. نن د بې اسرې یتیمانو د اوښکو،‌ وړو وړو سلګیو د نندارې زړه کیسه او د رژیدلو شهیدانو د امیدونو نیمګړی مازیګر دی. نن د باروتو په وړاندی، د یو باتور ملت د اوسپنیزې ارادې منظره او د هوسونو په سور تنور کې د فتحې سوځیدلی انځور دی. 

له نن څخه څلور لسیزې وړاندی په همدی ورځ، شوروي سوسیالستي‌ اتحاد ۲۵زره پوځونه افغانستان ته د هوا او ځمکې له لارې په مرش مرش راولیږل. ببرک کارمل د تاشکند له راډیو څخه د فاشست امین د مرګ او د تاریخ کندې ته د هغه د سپارلو خبر خپور کړ. هره خوا د انسان نوین، اخلاق شوروي او لینن بزرګ د افکارو ترانې غږیدې او د کارګري انقلاب او نړیوال سوسیالزم د غلبې شعارونه اوریدل کیدل. د شورویانو ښکاره یرغل نهه کال یوه میاشت او۱۹ورځی دوام وموند،‌ سرې لښکرې بالاخره د ۱۹۸۹م کال د فبرور‌ۍ په پنځلسمه له حیرتان څخه سرټیټي واوړیدلې. 

د شوروي یرغل د ۳۳۳۶ ورځني اشغال په ترڅ کې زما ښه په یاد دي چې د هجرت په لمړنیو کلونو کې به چې کله موږ په پيښور کې غونډو او کنفرانسونو ته تللو، نو یو جهادي مشر به لمړی بخارا، ورپسی فلسطین ازاد کړل او بیا به خپل هیواد ته راستون شو. خو زموږ د یونیم ملیون شهیدانو وینې او د یو ملیون کونډو اوښکې لا وچې نه وې چې د ځینو جهادي تنظیمونو مشران په ډیره بیړه د بوریس یالتسین د دیدار پخاطر د کرملین سور میدان ته ورسیدل او د تاوان غوښتنه خو څه د معذرت کلمه هم د چا په ژبه رانغله ؟!

د یرغل په نتیجه کې،‌ د هیواد دریمه برخه وګړي چې شمیر یې له پنځو ملیونو څخه اوښته، ګاونډیو هیوادونو ته پناه یووړه. په ۱۹۸۵م کې د پیښور په بیت الانصار کې د القاعدې د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د شمالي افریقا او نورو شتمنو عربي هیوادونو په زرګونو ځوانان په ارزان بیه هوايي ټکټونو د کمونیزم سره د ډغرې په پار افغانستان ته راغلل. افغانانو سوکه سوکه د زرقاوي، تکفیري، داعش، رافضي، حشد شعبي، خوارج او فاطمیون نومونه واوریدل. د شوروي یرغل بله پایله دا شوه چې پوره دوه نسله مو د جنګ او درویزې په فرهنګ کې را لوی شول او د ځان وژنې، سر غوڅونې او رقص مرده له کلچر سره بلد شول. پخوا به زموږ په ټولنه کې خلکو له تور سرو څخه لاره بچوله، که چا به څوک وواژه او قران په سر میرمن به د مقتول کور ته ورغله، نو ورثې به خپل مړي ور وبښه. خو همدا پرون مو د پیغلې فرشتې کوهستانۍ او دوه اونۍ وړاندی د پیغلې ملالې میوندي جسدونه تر سترګو شول چې په ګولیو غلبیل غلبیل شوي وو، همدا د شوروي اتحاد د یرغل سوغات دی چې موږ ته یې پريښود.

که د احساساتي برخورد په ځای یوه واقعي ارزونه وکړو نو د برلین د دیوال ماتیدو افغانانو ته څه ګټه وکړه؟ د دومره ملیاردونو او بی توله پیسو له راتګ سره سره،‌ پنځه اتیا سلنه خلک مو په دوه وخته ډوډۍ پسې لالهنده دي. په خیراتي‌ پيسو جوړ پلونه او سړکونه، مګر د چندو په راټولو شوو پیسو یې بیرته الوځوو. ښوونځي سوځوو او دار المعلمین چور کوو،‌ د قلم، محراب او پګړۍ سړي په چسپکي بمونو وژنو. که شوروي اتحاد په پنځلسو خپلواکو هیوادونو وویشل شو، موږ ته یې څه ګټه ورسوله؟ اوسه هم د هغوئ په رکاب کې د تړلو هیوادونو څخه غنم راوړو او بریښنا تری اخلو. بیا لاپې وهو چې موږ شوروي مات کړیدی؟ 

که نړۍ له دوو قطبونو څخه یو قطبه او په اصطلاح یکه تازې شوه، افغانستان او افغانانو ته یې څه خیر ورسید؟ نن په نړۍ کې تر ټولو بی قدره او کم ارزښته پاسپورټ د افغانستان دی. د نړیوالو معیارونو له مخې، افغانستان د مفسدو دولتونو په لمړي سر کې ولاړ دی. د ټولې نړې نوي سلنه تاریاک دلته تولیدیږي، قیمت یې په ملیاردونو دی خو زموږ بزګران په خیټه مزدوران دي. شل کاله وشول چې له کونړه تر نیمروزه په ۱۳ولایتونو کې دری نیم ملیونه هلکان او نجونې له تعلیم څخه محرومې دي. د یو ګاونډي د ویزې د ترلاسه کولو لپاره دوه سوه ډالره رشوت ورکوو، خو بریتونه په شړشمو غوړوو چې موږ وارسا په ګونډو کړیده.

ګاونډیانو داسی مزبوت له ګریوانه نیولي یو چې څومره خوځیږو، هماغوره ژوبلیږو. یو مو په سینه خار دار سیم تیروي او بل مو ملي هویت، تاریخي شخصیتونه او ټرمنالوژي قینچي کوي. تیره ورځ مو ولیدل چې ښاغلي ظریف له طلوع سره پخپلې مرکې کې په آګاهانه ډول شپږ کرته د افغان په ځای د افغانستاني کلمه وکاروله ترڅو سپین سترګي‌ لا څیرسترګي کړي. افغان ملي بیرغ او ملي سرود بابیزه او د یو قوم د هویت سمبول ګڼل کیږي. ځینی جنابان خو لا دریدل ورته بدعت ګڼي، ولی د بل ملک ترانې ته بیا لاس په سینه ولاړ وي.

لکه څرنګه چې دا دین د یوې ډلې نه دی او دا ملک د څو زور واکو او چارواکو نه دی، همدار نګه دا جهاد او ویاړونه یې هم د څو محدودو تنظیمونو او ګروپونو میراث نه دي. هر هغه چا چې د سور پوځ په وړاندی مظاهره کړې، د کمونیزم مرده باد چیغه یې وهلې، په لاریون کې یې ګډون کړی، مقاله یې لیکلې او په کوم کنفرانس کې یې د اشغال خلاف چک چکې کړي، دا ټول د قدر وړ دی. ولی د سور پوځ ماتول، په سنګرونو کې د پرتو مجاهدینو د میړانو، وینو او سرښندونو نتیجه ده او که څوک د مجاهدینو له شهامت څخه سترګې پټوي، نو دا به د تاریخ د مسخه کولو یوه ناروا هڅه وي.

ښاغلي حکمیتار ومنله چې په جلال اباد یرغل یوه اشتباه وه. ښاغلي سیاف وویل مه پریږدئ چې یو ځل بیا د پردي د دیوال چنې ته کښینو او ښاغلي حاجي دین محمد افسوس وکړ چې کاشکې موږ د ډاکټر نجیب د سولې وړاندیز منلی وای. دغه ډول پښیماني او د خپلې غلطۍ منل، د رسول علیه الصلاة و السلام د هغه مبارک حدیث مصداق دی چې (كل بني آدم خطاء، وخير الخطّائين التوابون - د آدم هر بچې غلطي‌ او اشتباه کوي،‌ خو بهتره یې هغه دی چې توبه باسي او خپلې اشتباه ته متوجه کیږي).

که زموږ د سپیڅلي جهاد او ولسي پاڅون مشران له پیل څخه یوه خوله وای او تنظیمي مصلحتونو او فکري اختلافونو ته یی ځای نه وای ورکړی. نن به د ثور د اومې او جدي د شپږمې دغه معلوم الحاله مجرمین د قانون په چوکاټ کې د زندانونو د کټارو تر شا پراته وو. په ژوند انسانانو د بیلدوزرو د ګرځولو او د پلچرخي په پولیګون کې د وحشتونو پوښتنه به تری شوې وه چې دغه موحد او دینداره ولس مو ولی د پرولتاري دکتاتورۍ او د مارکس او لینن د الحادي نظریې په خاطر بی کفنه په ګمنامو قبرونو کې خښ کړل؟


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
سیاسي

د کعبې لوټماران

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ