مولانا فضل الرحمن: زه یې نه پېژنيم؛ عمران خان څوګ دی چې له ما حساب - کتاب غواړي؟ 

روهي (څلورنۍ/۳ د مرغومي)، د پاکستان د جمعيت علماء مشر او اوس وخت کې د عمران خان د حکومت خلاف د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګ مشر، مولانا فضل الرحمن ويلي دي چې دی عمران خان د لومړي وزير په توګه په رسميت نه پېژني. 

مولانا فضل الرحمن له يو پاکستاني تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي دي چې دی عمران خان او حکومت یې په رسميت نه پېژني، او نه هم د عمران خان اداره دا حق لري چې له دی پوښتنې وکړي او ورڅخه سپېناوی وغواړي. 

مولانا فضل الرحمن دغه څرګندونې د هغه راپور په غبرګون کې کړې، چې د پاکستاني د حساب ورکونې ملي ادارې له مولانا فضل الرحمن او د هغې له کورنۍ غوښتي وو، چې د خپلې شتمنۍ او عوايدو په اړه دوی ته سپيناوی ورکړي. 

مولانا فضل الرحمن دا هم د ويلي دي چې دی پاکستان کې د وخت ضياء الحق د ديکتاتورانه رژيم هم ضد وو او پر وړاندې یې مبارزه کوله او بندي شوی وو؛ اوس به هم د عمران خان ديکتاتوري ونه مني او پر وړاندې یې دريږي.