عمران خان: له ما یې بغاوت نه دی کړی؛ د پاکستان پوځ زما تر لاس لاندې کار کوي 

روهي (نۍ/۲۹ د لېندۍ)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان له يو پاکستاني تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان پوځ د دغه هېواد د نورو ادارو په څېر د ده تر ادارې او لاس لاندې کار کوي. 

نوموړي د حکومت د اپوزېسيون هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکي د پاکستان پوځ په خپلو چارو کې خپلواکه؛ د پاکستان د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ همغږي شتون نه لري. 

لومړي وزير ويلي دي چې د اپوزېسيون د مشرانو دغه ډول څرګندونو د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه په غوسه کړی وو، خو نوموړی د هغې غوسه کنټرول کړې. 

عمران خان هغه ادعاوې هم رد کړي دي چې ويل شوي وو، د پاکستان حکومت لوړپوړو چارواکو اسرائيلو ته سفر کړی او هلته یې له اسرائيلي چارواکو سره کتلي دي. عمران خان ويلي دي چې کله د پاکستان حکومت اسرائيل په رسميت نه پېژني نو د سفر او اړیکې اړتيا هم نه وي.