د پاکستان سیاسي اړو - دوړ کې: د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمن پر شتمنۍ او عوايدو شکمن دی او سپيناوی یې ترې غوښتی 

روهي (نۍ/۲۹ د لېندۍ)، د پاکستان حکومت د حساب ورکونې ملي ادارې د جمعيت علماء پاکستان سياسي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن غوښتي دي چې د خپلې شتمنۍ او عوايدو په اړه دغه ادارې ته سپيناوی ورکړي. 

د حساب ورکونې ادارې ويلي‌دي چې مولانا فضل الرحمن او د کورنۍ غړي یې اړ دي چې د پانکي حسابونو په شمول د خپلې شتمنۍ او عوايدو په اړه دغه ادارې ته حاضر او ورته سپيناوی ورکړي. 

مولانا فضل الرحمن اوس مهال د عمران خان د حکومت ضد د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګ مشري کوي او نېږدې کسانو وايي چې دا ډول غوښتنې د پاکستان د حکومت هغه هڅه ده، چې دوی له مبارزې شا ته کړي. 

د پاکستان حکومت د حساب ورکونې ادارې ويلي دي چې دوی پلټنو ته اړتيا لري او شونتيا داسې ده چې مولانا فضل الرحمن له يو شمېر نامشروع سرچينو عوايد تر لاسه کوي او ځيني دولتي ځمکې یې خرڅې کړې دي.