 
        	    
                    
                                    
                    روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، الجزيرې انګلېسي برخې د افغانستان په اړه په خپل يو تازه راپور کې لېکلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو د پوځ لوی درستيز جنرال مارک مېلي قطر کې له طالب مشرانو سره لېدلي دي. د الجزير د خبر پر بنسټ چې دغه لېدنه روانه اوونۍ شوې ده. 
د الجزيرې د خبر پر بنسټ، طالب مشرانو سره د جنرال مارک مېلي دا دويمه لېدنه ده. لومړۍ لېدنه تېر جون کې شوې خو رسنيزه نه شوه. له طالب مشرانو سره د مارک مېلي په تازه لېدنه کې نوموړي له طالبانو غوښتي دي چې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي. 
راپور کې ويل شوي دي چې جنرال مارک ميلې د افغانستان د روان وضعيت په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لېده - کاته کړي او د جګړې په کموالي یې خبرې کړي. 
جنرال مارک مېلي رسنيو ته ويلي دي چې له طالبانو او افغان حکومت مشرانو سره په لېدنو کې مهمه مساله چې پرې خبرې وشوې، د تاوتريخوالي کمېدل وو. 
دوحه کې د سولې خبرو هم مهاله افغانستان کې جګړې هم شدت پيدا کړی دی چې طالبانو او افغان حکومت یې مسووليت د يو او بل پر غاړو اچوي. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								