افغان چارواکي: ژر به له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې نوی تړون لاسلیک کړي

روهي (پنځه نۍ/ ۲۷ د لیندۍ)، افغان چارواکي وايي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه مې په یو تړون کار کوي ترڅو له دې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځته شي.

په داسې حال کې چئ افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې کموالی راغلی دی،
د چارواکو په خبره چې ددې تړون له لاسلیک سره به افغانستان له مرکزي اسیا او پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي.

افغان چارواکي وايي، چې پاکستان ورسره یو ځل بیا د سوداګرۍ په برخه کې ژمنه کړې ترڅو په دې اړه ټولې ستونزې پای  ته ورسوي او هڅه کوي له دې لارې سوداګري له د مرکزي اسیا سره وتړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي وایي، چې په دې برخه کې دواړه خواوې د یو تړون په ترتیب بوخت دي د نوموړي په خبره چې: "ډېر زر به اتمه غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي، چې ددغې هوکړې لپاره به له کابل څخه د سوداګرۍ په برخه کې یو پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي".

دا په داسې حال کې ده، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې په روان مالي کال کې د صادراتو هغه هدف ته نه دي رسېدلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا  ټاکل شوی وو.