د کرونا دويمه څپه: ګوګل شرکت خپلو ټولو کارمندانو ته ويلي چې ۱۰ مياشتې له خپلو کورونو چارې تر سره کړي‌

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، د ټېکنالوژۍ په ډګر کې مخکښ ګوګل کمپنۍ خپلو ټولو کارمندانو ته امر کړی دی چې د کرونا ويروس د دويمې څپې د مخنيوي په پار د راتلونکي ۲۰۲۱ز کال د سپټمبر تر مياشتې خپلې کارونه له کورونو تر سره کړي. 

د ګوګل شرکت اجرائيوي رئيس سوندار پیچای ويلي دي دغه موده کې به د دوی چارې په ان لاين بڼه تر سره کيږي ترڅو د کرونا ويروس د خپرېدو او خپلو کارمندانو روغتيايي وضعيت یې ساتلی وي.  

له دې وړاندې د کرونا ويروس په لومړۍ څپه کې هم  ګوګل د نړۍ له هغه لومړنيو شرکتونو وو، چې خپل کارمندان یې رخصت او چارې یې له کورونو پيل کړې.